IQNA

د ایران د قرآن  د راتلونکو نړیوالو سیالیو دمقدماتي مرحلې د قاضیانو نامې اعلان شوې

16:36 - December 26, 2023
د خبر لمبر: 3488479
ایکنا-د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د قاضیانو د پلاوی نامې  اعلان شوې چې په اساس به  ئې د ښاغلو او اآغلو په دوو وبرخو کې ددغه پړاؤ د  قاضیانو په ډلې کې د  قرآن  د ملی او نړیوالو  برخو  شپاړس  استاذان  شتون ولري.

ایکنا نیوز  راپور راکوي،  د  ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم  پړاؤ دمقدماتي مرحلې  د قاضیانو د پلاوي  نامې د خیریه چارو او اوقافو د ادارې  دقرآن ی چارو د مرکز له خوا اعلان شوې چې په اساس به ئې د غه شپاړس کسان  د ښاغلو او آغلو  په دوو برخو کې قضاؤت وکړي.

ددغې مرحلې سیالۍ  دمرغومې یا جدې د میاشتې  له نهمې نیټې پیلیږي  او تر درو ورځو پورې به دوام ولري.

 په دغې مرحلې کې به د قاضیانو د پلاؤ لباره د ګډون کونکو ویډیوئي فایل خپور شي . هغه کسان  چې  په د غې مرحلې کې  دګډون لازم نصاب حد ته ورسیږي ، نو د  ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو  حضوري مرحلې ته چې د سلواغې د میاشتې په ورستیو کې  او د  د کب د میاشتې په لومړنیو کې  په تهران کې  ترسره کیږي، لاره ومومي .

د  ایران د  قرآن د نړیوالو سیالیو د مقدماتي مرحلې د قاضیانو نامې  ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

 د سړیو د برخې  د قاضیانو نامې ؛

علی‌اکبر حنیفی ؛ د قاضیانو د پلاوي مشر

مسعود سیاح‌گرجی د تجوید قاضي

حسن مختاری د  لحن  او لهجې قاضي

علی‌اکبر کاظمی د صوت یا غږ قاضي

حسن حکیم‌باشی د وقف و ابتدا قاضي

مهدی عباسی د حُسن حفظ قاضي

سیداحمد مقیمی  لوړ  څارونکی

مهدی دغاغله ؛ تخنیکي څارونکی

محمدتقی میرزاجانی د تخنیکي کمیټې مشر

 

 د میرمنو  د برخې د قاضیانو پلاوی؛

میرمن محبوبه کاتب  د قاضیانو د پلاوی مشره

میرمن وجیهه شیخ‌فرشی د تجوید  قاضي

میرمن صدیقه بارانی د لهجې قاضي

میرمن هاله فیروزی د صوت  یا غږ  قاضي.

میرمن هاجر حیدری د وقف او ابتدا قاضي.

میرمن زهرا عساکره د حسن حفظ قاضي

میرمن زینب آقایی   تخنیکی څارونکې

 او  همداراز    محمدتقی میرزاجانی  د  تخنیکی   کمیټې مشره ټاکل شوې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4190004/  

captcha